Spinghar Institute of Higher Education

Overview

  • Sectors Education
  • Posted Jobs 0
  • Viewed 126
  • Founded Since 1942

Company Description

About Spinghar Institute of Higher Education:

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) پېژندنه

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې ايجاد او د لوړو زده کړو وزارت سره په نولسم (۱۹) مه ګڼه ثبت او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې پر فعاليت پيل وکړ.

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) په پیل کې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود، د يو کال په تېرېدو سره د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې ورته د دوو نورو (ستوماتولوژي اوطبي تکنالوژي) پوهنځيو د فعاليت اجازه هم ورکړل شوه. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست لخوا ترسره شوې بهرنۍ مسلکي ارزونه کې د اعتبار اخستنې په دويم پړاو کې بريالۍ شوې ده. سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د محصلینو معیاري زده کړو او روزنې په موخه  کادري استادان، معياري مهالنی درسي نصاب، د مالي معيارونو برابر بهترين درسي چاپېريال، مجهز لابراتوارونه، عصري ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، د عصري ټکنالوژۍ او اړوندو وسائلو درلودونکی تحقیقاتي مرکز او نور ټول اړين او کومکي درسي او کاري اسانتياوې لري.

سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې ټولې اداري او تدريسي چارې د با تجربه او مسلکي متعهد کاري ټيم له لورې پرمخ وړل کېږي. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه له يو شمېر نړېوالو سازمانونو او ټولنو سره غړيتوب هم لري، چې د FMRAC, WHO  او ECFMG نومونه د يادونې وړ دي. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه اوس مهال د پاکستان طبي شورا (PMDC)  سره ثبت او همدا راز د ایران مشهد طبي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لري. د (Times Higher Education World University Ranking) په لست کې سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د ټول هېواد په کچه يو له هغو درې خصوصي تحصيلي ادارو له جملې څخه ده چې په ياده درجه بندۍ کې د دوامداره پايښت اهدافو پر بنسټ د د نړۍ له زرو پوهنتونونو کې شامله ده. د ۱۴۰۲ لمریز کال اګزټ ازموينې پايلو پر بنسټ سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د فارغانو د برياليتوب نرخ (Success Rate)  ختيځ زون په کچه لومړی او د خصوصي تحصيلي ادارو ترمنځ د هېواد په کچه شپږم و.